ملا برادر: دښمنان د سني او شیعه د وېش لپاره پروپاګند کوي/ په هیواد کې د اقلیت، قوم او مذهب پر بنسټ هیڅ توپیر شتون نه لري

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په کابل کې د شیعه ټولنه په یوه لویه غونډه کې له هېوادوالو وغوښتل چې د هېواد د دښمنانو او رژیم په تبلیغاتو باور ونه کړي، ځکه هغوی د سنیانو او شیعه ګانو د وېشلو لپاره تبلیغات کوي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخې، د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند چې د پنجشنبه ورځ د کب په ۹ مه د لویې جرګې په تالار کې د «ملي یووالي ساتل او له اسلامي نظام څخه ملاتړ» تر سرلیک لاندې د شیعه ټولنه د عالي شورا په غونډه کې خبرې کولې، وویل: افغان ملت د مختلفو قومونو، ژبو، مذهبونو او فرهنګونو څخه تشکیل شوی او دا تنوع یوازې د یو او بل د پېژندنې لپاره ده؛ خو له بده‌مرغه د اسلامي امارت له حاکمیت وړاندې له دې تنوع هر وخت غلطه استفاده شوې ده.

هغه زیاته کړه: افغان ملت په ناسالمه توګه په سیاسي احزابو ویشل شوی چې دې کار په مهمو ملي موضوعاتو کې د افغانانو اتحاد له منځه وړی او له همدې وجې موږ تر اوسه معناداره ملي اتحاد نه دی تجربه کړی.

 د حکومت اقتصادي مرستیال څرګنده کړه: ټولو افغانانو د یرغلګرو پر وړاندې جهاد او مبارزه کړې، د اسلام د مبارک دین د لارښوونو او د هېواد د سترو اهدافو په ساتنه کې یې فعاله ونډه اخیستې او د اسلامي امارت اوسنی واکمني د ټولو افغانانو د سرښندنو پایله ده.

برادر د هېواد د سياسي او اقتصادي پرمختګ لپاره د ملي يووالي ټينګښت ډېر مهم وباله او ويې ويل: هغو ملتونو چې خپل منځي يووالى او پيوستون ساتلى وي په اسانۍ سره ستر اهداف ترلاسه کوي.

 هغه وویل: افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول یو شان حقونه لري، د لږکیو، قومونو او مذهب پر بنسټ هیڅ ډول توپیر نه لري، اسلامي امارت د افغانستان توکمیز تنوع ته د ملي یووالي د سمبول په سترګه ګوري.

ملا برادر له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د هېواد او نظام د دښمنانو په تبلیغاتو باور ونه کړي، ځکه هغوی د سني او شیعه ترمنځ د تفرقې اچولو لپاره منفي پروپاګند کوي او له دې څخه یوازې د خپلو شومو موخو لپاره استفاده کوي.

 هغه وویل دا نظام د هر افغان له مال، عزت، وینې او ناموس څخه کلکه دفاع کوي او دا کار خپل مسلم مکلفیت او مسوولیت ګڼي. پکار ده چې خپل منځی اتحاد او یووالی وساتو، له ټولو اختلافاتو تېر شو او خپل فکر او انرژي د هېواد پر ابادۍ او سوکالۍ مصرف کړو.

 د ایرنا د خبر له مخې، د افغانستان د شیعه ټولنه عالي شورا د ملي یووالي د ساتلو او له اسلامي نظام څخه د ملاتړ په موخه د لویې جرګې په تالار کې یوه ستره غونډه جوړه کړه.

د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .